د ملي پراختیا شرکت وايي، په نږدې راتلونکې کې به د قوش تېپې کانال په مسیر کې چې د اوسپنې پټلۍ او حیرتان ـ مزار شریف لاره پرې ده، د دوو پلونو د جوړونې چارې بشپړې شي. د دغه شرکت مسوولین زیاتوي، د قوش تېپې کانال له اوبو به بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره، هم کار واخیستل شي. په جوزجان کې یو شمېر کروندګر وايي، چې د قوش تېپې کانال له لارې د امو سیند اوبو ته سترګې په لار دي او له مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې لا زیاتې هلې ځلې وکړي. د اوبو د مدیریت چارو ځينې شنونکي د قوش تيپې کانال پروژه، د هېواد د اقتصاد او کرنې د پراختیا په برخو کې مهمه ګڼي.
































