د تورخم دروازې د پرانیستې په اړه افغان او پاکستانیو چارواکو سره کتلي دي. په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د تورخم دروازې او اړوند موضوعاتو په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان له خاص استازي آصف دراني سره وکتل. په دې کتنه کې د تورخم دروازې د بندېدو له کبله د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د ستونزو په اړه بشپړې خبرې وشوې. سردار احمد شکیب ویلي، د دروازې بندېدل د دواړو هیوادونو پر زیان دي او د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره یاده دروازه پرانیزې، چې هلته بند مسافر او سوداګر ډېر په مشکل حالت کې دي. ویل کیږي، چې اصف دراني ډاډ څرګند کړی، چې له خپلو اړونده اداراتو څخه يې د تورخم دروازې د ژر خلاصون غوښتنه کړې ده او د تورخم دروازه به د عام تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ خلاصه شي.
































