د سګرټو څکولو ضد یوه ډله وايي، په برېتانیا کې د کرونا وبا له خپرېدو سره تر یو میلیونه زیاتو کسانو د سګرټو څکول خوشې کړي دي. دغه ډله وايي، په یوې څېړنه کې تر ۴۰ سلنه زیاتو خلکو ورته ویلي، چې دوی د کرونا ویروس سره په غبرګون کې سګرټ پرېښي دي. ډاکټران وايي، د کرونا علایم په سګرټ څکونکو کې د هغو په پرتله چې سګرټ نه څکوي ډېر خراب وي. امریکايي پوهان وايي، هغه سګرټ څکونکي چې د کرونا له امله په روغتون کې بستر شوي وي د ژوندي پاتې کېدو چانس یې کم وي. د سګرټو څکولو له امله هر کال په نړۍ کې په میلیونونو کسان مړه کېږي.
































