د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د دوه پروژو چارې د ۷۳ زره ۴۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت پيل شوې. د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالستار محمد وايي، چې د دغه ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې د UNDP موسسې په مالي ملاتړ د یوه کانال او سربند د رغولو چارې پيل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي. هغه زیاته کړه چې د یادې پروژې په پلې کېدو سره د سیمې خلکو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.
































