د ټولګټو وزارت سرپرست د بغلان دوشي ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت له آمر سره د سالنګ د بدیلو لارو په نظم خبرې کړي. د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند شېراحمد برهاني وايي، چې د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوي او دغه لاره به د هر ډول موټرو د تګ راتګ پر مخ تر نامعلومې نېټې وتړل شي. برهاني رسنیو ته د امنیې قومندانۍ په استولې خبر پاڼه کې ویلي چې د شېبر او خاواک لارې د سالنګ د بدیلې لارې په توګه انتخاب شوي دي او امنیه قومنداني هڅه کوي څو مسافرو ته په دې لارو کې ترافیکي او امنیتي اسانتیاوې رامنځ ته کړي. په خبر پاڼه کې د ټولګټو وزارت د سرپرست محمد عیسی ثاني له قوله لیکل شوي چې نوموړي د شمالي سالنګ په لاره د موظفو امنیتي مسوولینو له هڅو ستاینه کړې چې پر وخت یې د بې نظمۍ په لمنځه وړلو او دغه راز د سالنګ د بیارغونې په برخه کې د ټولګټو وزارت له کارکوونکو سره همکاري کړې.
































