د افغانستان او پاکستان د ملي شوراګانو د دوستۍ ډلې د اجرايي کمېټې غړو د پاکستان په ملي جرګه کې سره ولیدل. د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې، چې د پاکستان د ملي جرګې ريیس اسد قیصر هم برخه لرله، پر هغو ستونزو خبرې وشوې چې د دوو هېوادونو سوداګري او د خلکو تر منځ راشه درشه اغېزمنوي. په دې غونډه کې پر یو شمېر وړاندیزونو بحث شوی دی. د دواړو خواوو پارلماني کمېټو پرېکړه کړې چې راتلونکې اوونۍ بیا سره وویني څو افغانستان ته د پاکستاني مالونو د ترانزیټ او د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري راکړې ورکړې په اړه وړاندې شوې سپارښتنې نهايي کړي.
































