د لغمان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ۸.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د څاه ګانو د بیا رغولو چارو د پیل خبر ورکوي. د یاد ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس محمد ظاهر زرکمر وايي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ۸ میلیونو او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۲۹۲ څاه ګانو د بیا رغولو چارې پیل شوې. زرکمر وویل، چې دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي لګښت د دوه میاشتو په موده کې ترسره کېږي. د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې له پلې کېدو سره به زرګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
































