د پکتیا مرکز ګردېز ښار او د دغه ولایت د زرمت ولسوالي ترمنځ د غځیدلي سړک د رغونې چارې پیل شوې. دغه سړک چې شل کیلومټره اوږدوالی لري، د رغونې چارو ټول لګښت یې د ټولګټو چارو وزارت له لورې ورکول کېږي. د ټولګټو چارو وزارت مسلکي او تخنيکي مرستیال د ياد سړک د چارو پيل په اړه جوړو شویو مراسمو ته وويل چې د دغه سړک د لومړي لاټ چارې به له ژمي مخکې بشپړې شي. په ورته وخت د سړک قرار دادي شرکت مسوولین وايي، ياد سړک پنځه کيلومتره چارې یې د جمهوريت پر مهال بشپړې شوې وې او د پاتې پنځلس کيلومتره چارې يې پرون پيل شوې. د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد سړک د لس کیلومټره لومړي لاټ قرارداد په ۳۳۵ میلیونه افغانۍ ورکړل شوی او د دویم لاټ قرارداد چې لس کيلومتره کېږي، ارزښت یې ۳۳۷ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
































