د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکې اداره یا اوچا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د بودجې د کموالي له امله په افغانستان کې د تغذیې او روغتیا سیار مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي. اوچا زیاته کړې چې د ۱٫۸ مېلیونه تنو له منځه له پنځو کلونو کم عمره ۹۴۴ زره ماشومان به د منځنۍ خوارځواکۍ او ۵۲۱ زره او ۹۳۴ نور به د شدیدې خوارځواکۍ له خدمتونو به بېبرخې شي.
































