د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان فرانک مکنزي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو مسوولیت یې پر غاړه لره، ویلي چې له دغه هېواد څخه د وتلو په اړه ډېره پښیماني لري. مکنزي له فاکس ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې تاریخ به له افغانستان څخه د وتلو په اړه پرېکړه، په هاغسې بڼې چې يې وکړه، د مرګونې نېمګړتیا په توګه وګڼي. دغه تقاعد شوی جنرال د ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر و. هغه په دې مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د خپل کار د اختتام په اړه ډېره پېښماني لري، یوه پښیماني یې د ځواکونو د وتلو د اساسي پرېکړې په اړه ده چې په نظر يې غلطه وه. هغه ویلي، په دې اړه ډېر پښیمان دی چې ولې، له افغانستان څخه چې د ځواکونو د وتلو پرېکړه وشوه.
































