حکومت ۵۰ نور طالب بندیان له بنده خوشې کړل. د ملي امنیت شورا وايي، دا کسان چې پرون د طالب بندیانو د تبادلې په لړۍ کې خوشې شوي دي په هغو بندیانو کې نه دي شامل چې حکومت وايي خطرناک جرمونه یې کړې دي. د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي وګړو د خوندیتوب څانګې مشر انتظار خادم وايي، چې د بندیانو د خوشې کولو په مسئله کې د افغان حکومت دریځ نه دی بدل شوی. د بندیانو د تبادلې بهیر وروسته له هغه لانجمن شو چې افغان حکومت وویل، د امریکا او طالبانو د سولې له موافقې سره سم د بندیانو د تبادلې په لړۍ کې هغه شاوخوا شپږ سوه طالب بندیان نه خوشې کوي چې درانه جرمونه لري. طالبانو د حکومت پر دې پرېکړه سخت انتقاد کړی دی.
































