د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې که په افغانستان کې زیانمنو خلکو ته مرستې ونه رسېږي، د دې هېواد میلیونونه وګړي به په راروان ژمي کې خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شي. د دې پروګرام د کاناډا څانګې پرون پر خپله ټویټر پاڼه د افغانستان لپاره د دې پروګرام د عملیاتو د مشرې «هسیو وي لي» یو ویډیویي پیغام خپور کړی چې نوموړې په کې ټینګار کړی چې د افغانستان میلیونونه وګړي د راروان سخت ژمي لپاره تیاری نه لري. هغې له بسپنه ورکوونکو هېوادونو وغوښتل چې هر څومره ژر چې کېدای شي د خوړو له نړیوال پروګرام سره د یو میلیارد ډالرو مرسته وکړي تر څو وکولی شي په افغانستان کې ۲۱ میلیونه زیانمنو وګړو ته بشري مرستې ورسوي.
































