د هلمند د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د یک لنګ سیمې څخه د لښکرګاه – کندهار تر دوراهي پورې د ۲۴ کیلومتره سړک د رغونې چارې پیل شوې دي. د هلمند د ټولګټو ریاست مرستیال محمد ګل وايي، چې د دغه ولایت د یک لنګ سیمې څخه د لښکرګاه – کندهار تر دوراهي پورې د ۲۴ کیلومتره سړک د رغونې چارې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د څه باندې ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت رغول کېږي، چې له دې سربېره ۲۴ پل ګوټي په اساسي ډول رغول کېږي، چې چارې به یې په ۵ میاشتو کې بشپړې شي. هغه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې به ټول ویجاړ شوي سړکونه، پلونه، پل ګوټي بیاورغوي او هغه موټر چلوونکو ته به اجازه ورنه کړي چې له اندازې ډېر بار یې د سړک د خرابوالي لامل شي.
































