د افغاني سرې میاشتې رییس په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای او مل پلاوي سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي، چې د افغانستان رښتینی انځور او بشري اړتیاوې نړۍ ته روښانه کړي، ترڅو نړیوال له افغانستان سره تعامل او مرستو ته را وړاندې شي. په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر د افغانانو د لاسنیوي ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د یتیمانو د پالنې د مرکزونو جوړولو او کونډو ته د کاري فرصتونو د پیدا کولو په برخه کې د اخیستي ګام پلي کولو هڅه کوي.
































