د کندهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د اوبو یوه شبکه د ۱۰۰ زره امریکايې ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یاد ولایت د کلیو، بیارغوني او پراختیا رییس عبدالجبار حکمت وايي، چې یاده شبکه د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند په خوشاب کلي کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق په مالي ملاتړ د ۱۰۰ زره امریکايې ډالرو په مالي لګښت جوړه شوه. د یادونې وړ ده چې د دغې شبکې پر مټ به د خوشاب کلي لرې پرتو ۱۰۰ کورنیو ته ۲۴ ساعته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
































