د دفاع وزارت لوی درستیز ویلي، چې د دغه وزارت رهبري د یوې منظمې دین، هیواد او خلکو ته د ژمنې اردو د جوړولو تکل لري. نوموړي ویلي، چې د داسې یوې اردو د جوړلو هڅې روانې دي، چې په پوره وړتیا سره له ملي حاکمیت او پولو څخه دفاع وکړي. لوی درستیز دغه راز زیاته کړې، چې له یوې پیاوړې اردو څخه د جوړلو موخه یې جګړه کول نه؛ بلکې د هېواد او خلکو خدمت کول دي.
































