د چین صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر د ۱۰مې نېټې په سهار د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې د جي شل د سرمشريزې په څنډې کې د اروپايي شورا له رئيس چارلیس ميشل سره کتلي دي.
نوموړي له چارليس میشل سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې د سمسورې او باثباته اروپا هيله لري او غواړي، خپلمنځي همکاریزې اړیکې ورسره نورې هم ټينګې او ډيالوګ او تبادلې ورسره پياوړې کړي او متقابلې ګټورې همکارۍ ورسره ژورې او حساسې مسئلې ورسره په ښه توګه حل کړي او د چين او اروپا د اړيکو دوامدار، سالم او باثباته پرمختګ ته وده ورکړي.
لي چيانګ د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې د ګډې ودې نړۍ د ثبات او خونديتوب لپاره اغېزمنې بللې دي.
چارلیس ميشل ويلي، چې اروپايي ټولنه غواړي د چين صادق، باوري او دوست او همکار پاتې شي.
نوموړي د چين سمسورتيا د اروپايي ټولنې، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ګټوره بللې او په وينا يې، اروپايي ټولنه د چين د پرمختګ د مخنيوي اراده نه لري.
چارلیس ميشل ويلي، اروپايي ټولنه د يو چين پېژندنې پر اصل ولاړه ده او هيله يې ښودلې، چې له چين سره په ګډه د دواړو خواوو د مشرانو د غونډې کوربتوب وکړي، په بېلا بېلو برخو کې ورسره ډيالوګ او همکارۍ ژورې کړي او په ګډه د اقليمي بدلون، عامې روغتيا او امنيت په ګډون د نړيوالو ننګونو د حل لارې چارې ورسره ولټوي.
































