د کندهار د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین، د یاد ولایت په لسو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۵۰ شبکو د جوړېدو خبر ورکوي. د کندهارد کلیو بیارغونې او پراختیا رییس عبدالجبار حکمت وايي، چې د اوبو رسولو دغه شبکې د یاد ولایت په نېش، غورک، شاولیکوټ،خاکرېز،ارغستان، تخته پل، بولدک، ښورابک، میانشین او ریګستان ولسوالیو کې د اوبو رسولو۵۰ شبکې جوړېيږي، چې زرګونو کورنیو ته به پاکې اوبه برابرې شي.
































