د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د افغانستان ۱۳.۹ سلنه وګړي یو ډول معلولیت لري چې ځینو عواملو ته په پام دغه شمېرې د لوړېدو په حال کې دي. د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیب الله اخندزاده یادې څرګندونې نن د فزیوټراپۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې. نوموړی وايي چې په افغانستان کې د آسیا فونډېشن د معلولیت د ملي سروې پربنسټ، د افغانستان ۱۳.۹ فیصده وګړي د یو ډول معلولیت لرونکي دي. حبیب الله اخندزاده زیاته کړه چې تر ډېره معلولیت لرونکي کسان فزیوټراپۍ ته اړتیا لري چې دوی ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده. هغه وویل چې معلولیت لرونکو کسانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د هرې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې یو نارینه او یوه ښځینه فزیوټراپسټان ګمارل شوي دي.
































