د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکا کې د کرونا وبا له امله نږدې زر کسان مړه شوي دي. له دې سره د هغو کسانو شمېر یو لک ۳۸ زرو ته ورسېد چې دغه هېواد کې له دې ناروغۍ مړه شوي دي. د جان هاپکنز پوهنتون تازه شمېرې ښيي چې امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وبا څلور اویا زره پنځه سوه کسان اخته شوي. دا د کرونا وبا له پیلېدو راهیسې اول ځل دی چې دومره ډېر امریکایان په یوه ورځ په کرونا اخته کېږي. نړۍ کې په کرونا د اخته او ترې د مړو شویو کسانو له پلوه امریکا تر ټولو ځپلی هېواد دی.
































