د کابل ښار یو شمېر موټر چلوونکي له تېرو څو ورځو راهیسې د تېلو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. دوی وايي د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د تېلو بیه لس افغانۍ لوړه شوې ده. دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې د نرخونو راټيټولو ته پام وکړي. خو د تېلو یو شمېر پلورونکي وايي، ډېره برخه تېل د هېواد له شماله راځي او په پلازمېنه کې د تېلو د بیو لوړېدو لامل د سالنګ لويې لارې تړل کېدل دي. د سودګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، هڅه کوي، چې د هرات او تور غونډۍ له لارې د تېلو واردات زیات کړي.
































