د افغاني سرې میاشتې ټولنې د هېواد دوو روغتونونو ته ۴۸ تنه هغه ماشومان ورپېژندلي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي. د مسوولینو په خبره د دغه شمېر ماشومانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت افغاني سرې میاشتې ټولنه ورکوي. دوی زیاتوي چې اوس مهال شاوخوا ۱۲ زره نور ماشومان چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي، له دوی سره ثبت او عملیاتو ته انتظار کوي. دغه ټولنه زیاتوي، چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې یې ۱۷۷۱ دغه ډول ناروغان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلي، چې له ډلې یې ۱۵۰۰ روغ شوي او پاتې نور یې لا هم تر درملنې لاندې دي.
































