په لیبیا کې چارواکو ویلي، چې سیلابونو د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې څه باندې ۲ زره کسان مړه کړي دي. د لیبیا په ختیځ کې د حکومت صدراعظم اسامه حماد وایي چې په سیلابونو او توپان کې د دې هیواد څه باندې ۲ زره وګړي مړه شوي دي. حماد د یو سیمه ییز ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې زرګونه کسان تري تم دي. د مدیترانې په بحېرې کې د دانیل په نامه طوفان الوتی چې له کبله یې په لیبیا کې سخت بارانونه شوي او سیلابونه وتلي. د بارانونو او سیلابونو له کبله یو شمېر دولتي او خصوصي ودانۍ او ځمکې هم زیانمنې شوې او مالي زیانونه وراوښتي دي.
































