د اراضۍ ادارې عمومي رییس عبدالرحمان رحمان کندهار ته په سفر کې ویلي، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۸۰ زره جريبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده. نوموړي ویلي، چې د غصب شویو دولتي ځمکو پېژندنه او خلاصون د سرپرست حکومت مهم لومړیتوب دی. اخوا بیا عام خلک د دولتي ځمکو د خلاصون په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستايي خو د غاصبینو د مجازات غوښتنه کوي. حکومتي مسوولین وايي، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ په ځينو ولایتونو کې د ودانیزو چارو له امله ځنډ سره مخ وي، خو ټینګار کوي چې دا لړۍ به ټول هېواد کې دوام ولري، او غصب شوې ځمکې به بېرته راګرځوي.
































