عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۵۹ تازه پېښې ثبت شوي دي. له دې سره په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۵۲۲۹ تنو ته ورسېد. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په یاده موده کې ۳۲ تنه ددغه ویروس له امله مړه شوي او ۳۲۷ نور بیا رغیدلي دي. د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي. په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا وبا پېښې مخ په کمېدو دي.
































