چين د سپتمبر په ۱۲مې نېټې د هانګ جو ښار د ۱۹مې دورې اسیايي لوبو لپاره پلاوی ټاکلی دی.
د چين دغه پلاوی ټول ۱۳۲۹ غړي لري، چې ۸۸۶ تنه پکې لوبغاړي دي.
د چين په يادو لوبغاړو کې ۴۳۷ ښځېنه او ۴۴۹ نارینه دي او منځني عمرونه يې ۲۵ کلن ښودل شوي، چې په دوی کې ۳۶ کسان د اولمپيک لوبو اتلان هم شامل دي.
































