د ملګرو ملتونو د جنېوا په مقر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د سپتمبر په ۱۱مې نېټې د بشري حقونو شورا په ۵۴مې نړيوالې غونډې کې د سريلانکا د بشري حقونو د وضعيت د راپور په اړه وينا کړې ده.
نوموړي د بشري حقونو د ودې او ساتنې په برخه کې د سریلانکا د هڅو ستاینه کړې او د بشري حقونو شورا څخه یې غوښتي، چې له سريلانکا سره په رغنده خبرو اترو او همکاريو کې ښه رول ولوبوي.
چن شو ويلي، چې سریلانکا د سولې او بيا رغونې، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د کمزورو ډلو د حقونو د ساتنې، د اقتصادي بيارغونې او د خلکو د ژوند د کچې د لوړولو په شمول د بشري حقونو د پرمختګ او ساتنې په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي او په وينا يې، چين به د سريلانکا د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ټولنيز ثبات د ساتلو او د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ټينګ ملاتړ وکړي.
































