د سرپرست حکومت مرکزي ویاند پر خپله اېکس( ټویټر) پاڼه لیکلي، چې د چین نوي سفیر «جاو شینګ» خپل بارو لیک نن په ارګ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سرپرست حکومت رییس الوزرا ته وسپاره.

په ارګ کې په همدې مناسبت جوړه شویو مراسموکې چې د بهرنیو چارو وزرات سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم ګډون درلود، رئیس الوزرا د چین نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه.

د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او دغه دنده یې د ځان لپاره ویاړ بللی دی. جاو شینګ ویلي، چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري، دغه راز نه غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي.

نوموړي ویلي، موږ خوشاله یوو، چې په تېرو دوو کلونو کې د اقتصاد، امنیت د تامین تر څنګ فساد، جرایمو او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې زیات پرمختګونه شوي دي. ده ویلي، هڅه به وکړي، چې د سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې د چین او افغانستان اړیکې او همکارۍ لاپیاوړې شي.

دغه راز د سرپرست حکومت رئیس الوزرا د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې مهمې بللې دي او په تېرو دو کلونو کې د افغانستان او چین ترمنځ مناسبات او همکارۍ ښې ارزولې دي او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د نورو ګامونو د پورته کېدو هیله څرګنده کړې ده.
































