تېره شپه د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لوګر د ولايتي شورا ریيس حسيب ستانکزی وايي، چې دغه بريد د يادې ولسوالۍ د احمدزيو کلا سيمې کې د سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅونوالو پر امنيتي پوستې شوی دی. د نوموړي د معلوماتو له مخې په ياد بريد کې پنځه تنه سرتیري وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي. په ورته وخت کې د لوګر يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د وسله والو طالبانو په دغه بريد کې پنځه سيمه ييز پوليس، درې محلي پوليس او يو د ملي امنيت سرتېری وژل شوي دي. سرچينې د ټپيانو په اړه څه څه نه دي ویلي خو زياته کړې یې ده چې په بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
































