د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون روسیې ته د خپل روان سفر مهم بللی او ویلي یې دي، چې موخه یې له مسکو سره د ستراتیژیکو اړیکو د نویو بابونو پرانیستل دي. کېم دغه راز ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې وروسته تر هغې چې کرونا وبا په نړۍ واله کچه تګ راتګ سخت کړ، دا یې لومړنی بهرنی سفر دی. د شمالي کوریا مشر تېره ورځ روسیې ته تر رسېدو وروسته د پرایموري سیمې د خاسان اورګاډي تمځای کې د روسي لوړ رتبه چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو او د ګلونو په ګېډیو ونازول شو. د راپورونو له مخې کېم جونګ اون د روسیې له لوري په جوړو شویو تشریفاتې مراسمو کې، چې د روسي لوړپوړو چارواکو له لوري ورته جوړ شوي وو، تر ګډون وروسته د خپل دویم هدف په لوري تللی، چې لا یې جزیات نه دي معلوم. د یادونې وړ ده، چې د پوتین او اون ترمنځ د لیدنې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
































