په ویانا کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په نمايندګیو کې د چين دايمي استازي لي سونګ د سپتمبر په يوولسمې نېټې د اټومي انرژۍ نړیوالې ايجنسۍ د سپتمبر شورا غونډې ته په وينا کې د جاپان هغه کړنه په کلکه غندلې، چې په يواړخيزه توګه يې د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه سمندر ته خوشي کړې دي او ور څخه يې غوښتي، چې په يادې برخې کې جدي نړيوال نظارت ومني.
لي سونګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې جاپان د اټومي انرژۍ له نړیوالې ايجنسۍ غوښتنه نه ده کړې، چې د ککړو ذروي اوبو له خوشي کولو پرته د نورو لارو چارو په اړه هراړخيزه او جامعه ارزونه وکړي، بلکې خپله پرېکړه يې پر نړيوالو ارګانونو او نړۍ ور تپلې ده.
نوموړي زياته کړې، چې جاپان په يواړخيزه توګه سمندر ته اټومي ککړې اوبه خوشي کړي او د اټومي انرژۍ نړیواله ايجنسي باید په داسې حال کې اوږدماله او کارنده نظارتي ميکانيزم جوړ کړي.































