د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال په خپله ایکس(ټویټر) پاڼه ليکلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې هیله کړې، چې د چين د نوي سفير په معرفي کېدو سره به د افغانستان او چين ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې لا پياوړې شي.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې کتنه کې د چین نوي سفیر جاوشینگ ویلي، چې هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او هېڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
































