د شمالي کوریا مشر وایي چې د روسیې د امنیتي ګټو دفاع به وکړي. نوموړي دا خبرې پر اوکراین د روسیې برید ته په اشارې سره نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې پر مهال کړې دي. د روسیې له ولسمشر سره د شمالي کوریا مشر څو ساعته وروسته تر دې وکتل چې د جنوبي کوریا د چارواکو په وینا، پیونګ یانګ د سمندر لور ته دوه بالستیک توغندي وویشتل.
































