د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپله ایکس پاڼه کې لیکي، چې ددې وزارت سرپرست په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافایله یودیچ سره کتلي او په هېواد کې یې ورسره پر روان وضعیت، له نشهيي توکو سره پر مبارزې، امنیت او نورو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
































