په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي سفير چن شو د سپتمبر په ١٣مې نېټې د بشري حقونو شورا ۵۴مې غونډې ته وينا کړې او د نړۍ پر هېوادونو يې غږ کړی، چې د بشري حقونو په وده او ساتنه کې يو لاس شي او د بشري حقونو پرمختګ ته دې خوځنده انرژي ورکړي.
چن شو ويلي، چې چين خپلو ملي شرايطو ته په کتو د بشري حقونو د پرمختګ پر تګلارې ټينګار لري، په بشري تاريخ کې يې په لومړي ځل په کور دننه د بېوزلۍ جرړې غوڅې کړي، د بشري حقونو په برخه کې يې ستر پرمختګ کړی او د ټولو قومونو حقونه او ګټې يې خوندي ساتلې دي.
نوموړي ويلي، چې په هانکانګ کې د ملي امنیت قانون سیمه له ګډوډۍ وباسلې او حکومتوالۍ ته يې یو لوی بدلون ورکړی او د سيمې د دوامدارې سوکالۍ بنسټ یې برابر کړی دی.
چن شو زياته کړې، چې هېواد يې د ناسمو مالوماتو پر بنسټ تورونه نه مني او غواړي له نورو هېوادونو سره د متقابل درناوي او مساوي چلند پر بنسټ ګډ کوښښونه وکړي او د نړۍ د بشري حقونو د سالم پرمختګ لپاره مثبته انرژي برابره کړي.
(ژباړه: شکريه)































