د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) یوځل بیا خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو چې مرستو ته اړ دي، یوه ته یې مرستې رسولی شي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس پاڼه باندې لیکلي، چې په افغانستان کې باید د یوه بشري ناورین مخه ونیول شي او هغه مالي بودیجه ورته برابره شي چې دې پروګرام یې غوښتنه کړې ده.د روانې سپټمبر میاشتې په پیل کې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د بودیجې د کموالي له امله مجبوره شوي چې پر لس میلیون وګړو د خوړو مرستې ودروي او یوازې درې میلیون وګړو ته د خوړو بېړنۍ مرستې ورسوي.
































