د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) په کونړ او ننګرهار کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو خبر ورکړی دی.د دې سازمان د افغانستان څانګې ویلي، چې په دغو ولایتونو کې د سختو بارانونو په نتیجه کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.دغه سازمان ویلي، ټیمونو یې په کونړ او ننګرهار کې له زیانمن شویو سره د خیمو، کمپلو، د سولري تختو او بېړنیو سرپناوو مرسته کړې ده.
































