د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې بهر ته پر بورسونو ماسټریو او دوکتوراوو ته تللي ۴۵۰ استادان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د نوموړي په خبره، چې د پوهنتون ډېری استادان پر خپلو ځایونو او دندو پاتې دي او درسونه په عادي ډول جریان لري.د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په وینا، چې د لوړو زدهکړو د لا پیاوړتیا او پرمختګ په موخه به له بهرنیو هېوادونو نور افغان استادان او یا وړ بهرني اشخاص هم هېواد ته را وغوښتل شي.نوموړي زیاته کړې، چې لوړو زدهکړو وزارت هڅه کوي، چې د اوسنۍ عصري نړۍ له معیارونو سره سم علمي نصاب جوړ او په بېلا بېلو څانګو کې د ماسټري او دوکتورا پروګرامونه پراخ کړي.
































