د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۳مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د وينزويلا له ولسمشر نيکولاس مادورو موروس سره کتلي او د دواړو هېوادونو اړيکې يې د هرې هوا د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو ته لوړې کړې دي.
نوموړي له نيکولاس مادورو سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې وينزويلا سره اړيکو ته په لرليد او ستراتيژيک نظر ګوري او د ملي حاکميت ، ملي وقار او ټولنيز ثبات په خونديتوب او له بهرنۍ لاسوهنې سره د مخالفت په برخه کې د وينزويلا د هڅو ټينګ ملاتړ کوي.
شي جين پينګ ويلي، د چين او وينزويلا د هرې هوا د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ټينګښت د دواړو هېوادونو د خلکو له هيلو او له تاريخي جريان سره سمون لري او زياته کړې يې ده، چې دواړه هېوادونه دې د خپلمنځي اړيکو د لا ټينګښت له لارې خپلو خلکو ته نورې ګټې ورسوي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره دې مثبت قوت برابر کړي.
نيکولاس مادورو د وينزويلا پرمختګ او د چين او وينزويلا ترمنځ اړيکې په مهمې مرحلې کې يادې کړي او له چين څخه د ده دغه لېدنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرې هوا د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ټينګښت يې د تاريخ ارزښت لرونکې چارې بللې دي.
نوموړي د وينزويلا او چين ترمنځ د نوې زمانې اړيکو د پيل خبر هم ورکړی دی.
































