په هند کې سلګونو افغان محصلینو، چې د وېزو موده یې پوره شوې، پرون په یوه اعتراضیه غونډه کې د هند له حکومته وغوښتل چې د دوی د ویزو موده وغځوي. افغان محصلین وايي، سره له دې چې زده کړې یې بشپړې شوي نه دي، خو له دې کبله چې د هند حکومت د پخوا په شان د دوی د وېزو موده نه اوږدوي، له یوې خوا یې زده کړې نیمګړې پاتې کېږي او له بلې خوا له دې هیواده وتلو ته اړ ایستل کېږي. خو د هند د بهرنیو چارو وزارت د کلتوري اړیکو د شورا ريیس کومار توهان وايي چې د افغان محصلانو ستونزه درک کوي او ډاډ ورکوي چې کوم محصل به په زوره له هنده نه ایستل کېږي.
































