له کندهار د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر بهر ته صادر شوي دي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د دغه ولایت زیات انځر پاکستان او هند ته د ځمکې له لارې صادر شوي دي. د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د کندهار د انځرو له باغونو ۱۵۰ زره میټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي، چې کیفیت د تېر کال په پرتله ښه دی. انځر د کندهار مشهوره وچه میوه ده چې ډیری بڼونه یې د دغه ولایت په شمالي ولسوالۍ لکه شاولي کوټ او میانیشن کې دي.
































