د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، چې بهرنیو مارکېټونو ته تر دې مهاله څه باندې ۱۵ زره ټنه انګور صادر شوي، چې له درکه يې سوداګرو ته اته میلیونه ۶۵۰ زره ډالره لاس ته ورغلي دي. د ياد ولايت د کرنې رياست سږ کال په کندهار کې د ۲۷۳ زره ۶۰ ټنو انګورو د حاصلاتو اټکل کړی دی. د کندهار د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، تېرکال له کندهاره د ۸ میلیون او ۹۹زره امريکايي ډالرو په ارزښت بهرنيو هېوادونو ته انګور صادر شوي وو. انګور د افغانستان د مېوو د تولید لویه برخه جوړوي او د کرنې وزارت د معلومات له مخې، هېواد کې هرکال نږدې ۹۰۰ زره ټنه انګور تولیدېږي.
































