د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره خبرې کړې دي. د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دې خبرو کې د اقتصادي ودې او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو او هلکانو د زدهکړو پر اهمیت ټينګار شوی دی او حامد کرزي له امریکا غوښتي چې افغان ځوانانو ته د تحصیلي زمینې برابرولو په برخه کې همکاري وکړي. د دې سربېره، په دغو خبرو اترو کې هیله څرګنده شوه چې په هېواد کې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره ژرتر ژره زمینه برابره شي.
































