
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۵مې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د کمبوډيا له صدراعظم هون مانيت سره کتلي او د دواړو هيوادونو د خپلمنځي اړيکو په اړه ورسره غږېدلی دی.
شي جين پينګ ويلي، چې ښاغلی هون مانیت د کمبوډیا د صدراعظم په حیث له ټاکل کېدو وروسته لومړی له چين څخه رسمي لېدنه کوي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د کمبوډیا نوی حکومت له چين سره د دوستۍ ټينګښت ته لوړ ارزښت ورکوي. نوموړي ويلي، چې چين او کمبوډيا د خپلمنځي سياسي اړيکو د جوړېدو د ۶۵ کلونو په درشل کې تل پر متقابل باور ټينګار کړی، ګډې ګټې يې تر لاسه کړي او تل یې متقابل ملي حاکميت، امنیت او ګټې ساتلي، چې دا د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره مرکزي اهميت دی.
شي جين پينګ زیاته کړې، چې چین د کمبوډيا ملاتړ کوي، چې د خپل هېواد د حالاتو له مخې د پرمختګ لاره جوړه کړي او هميشنی ستراتيژيک تګ راتګ به ورسره وساتي او د هېواد د ادارې په چارو کې به ورسره تجربې شريکې کړي.
د کمبوډيا صدراعظم هون مانیت ويلي، چې هغه د خپل ماموريت له پيلېدو سره سم لومړی سفر ته چین ته کړی او دا ددې څرګندويي کوي، چې حکومت یې له چين سره پر دوستانه تګلارې ټينګار لري او د اوسپنې په څېر اړیکې به ورسره ورغوي.
نوموړي ویلي، چې کمبوډيا د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او له چين څخه ملاتړ کوي، چې خپلې مرکزي ګټې وساتي او د شي جين پينګ لخوا د وړاندې شويو (پرمختګ، امنيت او تمدن) نړيوالو وړانديزونو پلوي کوي.
هون مانیت له چين څخه مننه کړې، چې د کمبوډیا په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې یې اوږدمهالې مرستې کړې دي او په خبره یې، هغه به له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي.
































