ولسمشر غني د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره ټلیفوني خبرې کړې دي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین سره په داسې حال کې چې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ټلیفوني خبرې وکړې. سرچینې زیاته کړې، په دغه ټلیفوني مکالمه کې رابرټ اوبراین وویل، د امریکا متحد ایالتونه له متحد، خپلواک، ولسواک او واحد افغانستان څخه چې دوباره د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نه شي، ملاتړ کوي. په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پر مستقیمو مذاکراتو خبرې وکړې او ټینګار وشو چې دغه مذاکرات باید ژر پیل شي. ارګ وایي، په همدې ترتیب دواړو لوریو په دغه ټلیفوني اړیکه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتولو خپله اندېښنه وښوده او څرګنده یې کړه چې باید دغه تاوتریخوالی دې په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات په خاطر، بند شي.
































