د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند هه یا دونګ د سپتمبر په ۱۴مې خبري رسنيو ته ويلي، چې امریکې او اروپايي ټولنې په ۲۰۱۸م کال کې په دغه هېواد کې 74.4 میلیارډه یوانه پانګونې کړې وې، چې دغه شمېر له شاوخوا 10.6 میلیارډو امریکايي ډالرو سره برابر دی او تېر کال يې دغه شمېر 86 میلیارډو یوانو ته پورته شوی، چې د ۲۰۱۸م کال په نسبت 15.6 سلنه زیاتوالی ښيي.
نوموړي د سږ کال په لومړیو ۷ میاشتو کې په چین کې د امریکې، جرمني، فرانسې، بریتانیې او سویډن په شمول د ځینو بهرنیو هېوادونو پانګونې مخ په زیاتېدو يادې کړي او ويلي يې دي، چې د چین بازار لا هم سمسور او بهرنۍ پانګونې راجلبوي.
د ډېرو بهرنیو شرکتونو مشرانو د روان کال په درشل کې چین ته سفرونه کړي او د دغه هېواد کورنی بازار یې سمسور او اړين بللی او د ډېرو پانګونو هوډ يې ښودلی دی.
(هیله)































