د ترکيې کورنيو چارو وزير علي يرليکايا د سپتمبر په ۱۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد پوليسو په تېرو ۳ مياشتو کې د ۳۷ چاودنو په شمول ۴۴ ترهګريز بريدونه شنډ کړي او ۲۵۸ ترهګر يې وژلي دي.
نوموړي ويلي، چې ترکي پوليسو په همدې مودې کې څه باندې ۷۵ زره غير قانوني کډوال نيولي او سزاګانې يې ورکړې دي.
































