د روسيې بهرنيو چارو وزارت په دغه هېواد کې د امريکې سفارت د لومړي سکريټر جېفري سيلين او دوهم سکريټر ډاويډ بېرنستېن کړنې له ډيپلوماتيک حيث سره په ټکر کې بللي او دواړه يې د روسيې غير هرکلی کسان ياد کړي دي.
د روسيې بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۴مې نېټې له يادو امريکايي ډيپلوماتانو غوښتي، چې په يوې اوونۍ کې له دغه هېواد څخه ووځي.
د روسيې بهرنيو چارو وزير په همدې ورځ په دغه هېواد کې له امریکايي سفير لين ترېسي سره کتلي او ياده پرېکړه يې ورته اعلان کړې ده.
ياد وزارت ويلي، چې جېفري سيلين او ډاويډ بېرنستېن پخوا له روسي روبرټ شاونوف سره اړيکې ساتلي او يو ځای يې ورسره غير قانوني فعاليتونه تر سره کړي دي.
روسیې روبرټ شاونوف له بهرنيو هېوادونو سره پر نږدې همکاريو تورن کړی او د ملي امنیت د خرابولو په موخه يې د پيسو په بدل کې کارونه تر سره کړي دي.
































