د چین دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۴مې د سینګاپور نوي ولسمشر تارمن شانموګراتنام ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.
نوموړي په پيغام کې د چين او سینګاپور د اړیکو ټينګښت ته ډېره پاملرنه اړولې او پکې يې ويلي، چې هغه به له خپل سينګاپوري سیال تارمن شانموګراتنام سره دوستانه همکارۍ نږدې او د اړیکو د ښه ټينګښت لپاره به لارښوونکی رول ولوبوي، د دواړو هېوادونو د عصري کېدو بهیر به وهڅوي او خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي او د سیمې د سولې، سمسورتیا او ثبات لپاره به نور زیات خدمتونه وکړي.
سينګاپور د روانې میاشتې په لومړۍ نېټې د ولسمشر ټولټاکنې ترسره کړې، چې پکې ۶۶ کلن تارمن شانموګراتنام د 70.40 سلنې رایو په تر لاسه کولو سره د دغه هېواد ۹م ولسمشر وټاکل شو.
(هیله)
































