د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف د مرکزي اسیا هېوادونو سرمشریزه کې د قوش تېپې کانال په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، چې دا پروژه مرکزي اسیا کې د اوبو وېش زیانمنولی شي. روسي رسنیو د نوموړي له قوله راپور ورکړی چې د قوش تېپې کانال د ټولو اړخونو د را سپړلو لپاره یې د یوې ګډې کاري ډلې وړاندیز هم کړی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت د یاد کانال د جوړولو چارو ته زور ورکړی دی. د سرپرست حکومت په وینا، د قوش تېپې کانال په پروژه کې نږدې ۵ زره ۵۰۰ تنه شپه او ورځ په کار بوخت دي. له ۳ زره ۳۰۰ ډېرو بلدوزرونو او نورو وسایلو څخه د دې کانال په کیندلو کې کار اخیستل کېږي. دا کانال په هره ثانیه کې له امو سیند څخه ۶۵۰ مترمکعب اوبه انتقالولی شي. د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.
































